اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د تلې ۴ مه٬ ۱۳۹۹ ل


AsianPlogo.jpg

د آسیا پارلماني اسمبله

Asian Parliamentary Assembly – APA

مخینه

د آسیا پارلماني اسمبله یا آسیایی پارلماني ټولنه چې د سولې د ټینګښت له پآره جوړه شوې او یا هم په بل عبارت: د آسیا پارلماني اسمبله یا اې پي اې د یا سازمان دوام دې چې په ۱۹۹۹ کال کې رامنځته شوې دې.

د ۲۰۰۶ کال د ډسمبر څخه د افغانستان پارلماني پلاوي د یادې اتحادیې غونډو کې په منظم ډول ګډون کوي او له همدې کال څخه د افغانستان پارلمان د یادې اتحادیې غړیتوب ترلاسه کړي دې.

دم ګړۍ اې پي اې د ۴۲ پارلمانونو د غړو، د اوولسو پارلمانونو څخه ناظر غړي، اته سازمانونه او ناظرو اتحادیو څخه جوړه ده.

هر پارلمان اسمبله کې د خپلو څوکیو مشخص شمېر د خپلو وګړو د شمېر پر بنسټ لري.

د رایې ورکونې حق:

د رایې ورکونې حق د یاد هېواد د وګړو د تناسپ پر بنسټ دې، چې افغانستان د آسیا اسمبله کې د څلورو رایو حق لري، همدا راز باید وویل شي چې افغانستان په دې مجمع کې څلور څوکۍ لري.

د اسامبلې غړي باید د غړو پارلماننو د اعضاو له خوا وټاکل شي، د آې پي اې منشور او د تهران اعلامیه د آسیایی هېوادونو ترمنځ د همکاریو چارچوب مطرح کوي او هغې لیدلوري ته اشاره کوي چې د ټولې آسیا څخه عبارت دې.

د آسیایی پارلمانونو ټولنه د سولې له پاره د ټولو هیلو، قانون جوړونکو او آسیا کې د مدني ټولنې د غړو د هڅو پر بنسټ د عمومي سولې د راتګ او په مشخصه توګه آسیایی هېوادونو کې پرمختګ کړي دې.

موخه :

یاده اتحادیه د دموکراسۍ د خوندیتوب او بشری حقونو د پياوړتیا په موخه د سیمه ییزې همکارۍ له پاره جوړه شوې ده.

یاد سازمان د آسیا قارې د خلکو د چاپيریال ساتنې، فرهنګي، ټولنیزه پرمختیا حق او د سولې د ټینګښت له پاره د ستراتیژیو د رواجولو په موخه جوړه شوې د ه.

سکرتریت:

سکرتریت یولس کاري ګروپونه لري چې د مشرتابه کمېټې د لارښوونو لاندي مطالعاتو په موخه کار کوي.

۱ آسیا کې د دوستۍ تړون

۲ آسیا کې د انرژۍ ګډ بازار یا مارکیټ

۳ آسیایی وجهی صندوق

۴ د آسیا نړیوالېدنه، فرصتونه او ستونزې

۵ آسیا کې د فقر کمښت

۶ فرهنګۍ بدلون او د آسیا پرمختګ

۷ د فساد پر وړاندې مبارزه او د ښې حکومتوالۍ لا پرمختګ

۸ د دندو اصولو له پاره د مسودې طرح څرنګه چې د منشور د پنځلسمې مادې پربنسټ ضروری ګڼل شوې

۹ د غړو دولتونو د بهرنیو چارو وزیرانو او اې پی اې( پارلمان غړو) د ګډ کنفرانس اجندا او سازمان کول.

۱۰ په ګډه د قانون جوړونې د تصویب له پاره د ممکنه ساحو پرمختیا.

۱۱ د عامه معلوماتو له پاره د کمپاین سازمانول.

سکرتریت د کاري یولسو ګروپونو اړوند د آې پی اې پارلمانونو د نظریو او وړاندیزونو د ترلاسه کولو لټه کې دی ترڅو د اې پي اې راتلونکې عمومي مجلس له پاره د رپوټ په چمتو کولو بریالي وي.

غړی هېوادونه:

۱. افغانستان                                ۸. آذربایجان                               ۱۵. بحرین   

۲. بنگلدیش                                 ۹. بوتان                                     ۱۶. کمبودیا

۳.چین                                        ۱۰. قبرص                                 ۱۷. کوریا جنوبی

۴ . کوریا شمالی                          ۱۱.  هند                                     ۱۸.  اندونیزیا

۵.  ایران                                    ۱۲.  عراق                                 ۱۹.  اردن

۶.  قزاقستان                                ۱۳. کیریباتی                               ۲۰.کویت

۷.قرغیزستان                            ۱۴.لاووس                                  ۲۱.لبنان

۲۲.مالیزیا                                  ۲۹.مالدیف                        ۳۶.منگولیا

۲۳.نیپال                                    ۳۰.پاکستان                       ۳۷.پالاو

۲۴.فلسطین                                 ۳۱.فلپین                           ۳۸.روسیه

۲۵.عربستان سعودی                    ۳۲.سینگا پور                   ۳۹.سریلانکا

۲۶.سوریه                                  ۳۳.تاجکستان           ۴۰.تایلند

۲۷.تونگه                                   ۳۴.ترکیه                          ۴۱.امارات متحده عربی

۲۸.ازبکستان                              ۳۵.ویتنام                          ۴۲.یمن

ناظر پارلمانونه:


۱. استرالیا

۲. آذربایجان

۳. تیمور شرقی

۴. ایالتهای فدرالی میکرونزیا

۵. فیجی

۶. جاپان

۷. جزایر مارشال

۸. نورو

۹. نیوزیلاند

۱۰. عمان

۱۱.  پاپوا نوی ګینه

۱۲.  قطر

۱۳.  ساموا

۱۴.  جزایر سلیمان

۱۵.  ترکمنستان

۱۶.  توالیو

۱۷.  واناتو

ناظر سازمانونه:

۱. بین الپارلمانی اتحادیه

۲. د اسلامي کنفرانس د غړو هېوادونو پارلماني اتحادیه.

۳. د آسیا د سیاسی سازمانونو نړیوال کنفرانس

۴. د آسیا – اروپا  اقتصادي مجمع

۵. د آسیا د جنوب ختیځو ملتونو اتحادیه

۶. د عربو ا تحادیه

۷. د مدیترانې پارلماني اتحادیه

۸. د لاتیني امریکا پارلمان

د آسیا پارلماني مجمع رئیس:

نوم :   مصطفی شینتوپ د آسیا د پارلماني مجمع رئيس او د ترکیې پارلمان رئيس.

د آسیا د پارلماني مجمع د رئيس مرستیال

نوم:    محمد صادق سنجرانی د پاکستان د مشرانو جرګې رئيس او د آسیا پارلماني مجمع د رئيس مرستیال.

ملت:             پاکستان

ولایت:          بلوچستان      

د آسیا پارلماني مجمع د دارالانشا رئيس

نوم:    داکتر محمد رضا مجید                 

ملت:   ایران

د سکرتریت موقعیت: ایران