اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د چنګاښ ۱۴ مه٬ ۱۳۹۹ ل

 IPUlogo.jpg  

د پارلمانو نوخپلمنځي ټولنه

IPU

Inter-parliamentary Union

د پارلمانونو خپل منځي ټولنه يو نړيوال سازمان دي چې د حاكميت لرونكو هيوادونو له پارلمانونو څخه جوړ شوي ده  یاده ټولنه په ۱۸۸۹كال د فرانسې په پلازمېنه پاريس كې د دوه صلح غوښتونګو پارلماني متخصصینو له خواه چې (ویلم رندال کرمر د انګلستان ) او (فریدریک پاسی د فرانسي) په هڅو سره جوړه او ۱۹۲۱ كال  كې په رسمی او دايمي توګه د سوئیس هيواد د ژینوا ښار ته وليږدول شوه. اوسمهال د ۱۷۹هيوادونو پارلمانونه د يادې ټولنې غړيتوب او ۱۲ همغږی يا متحد غړي لري. امريكا په دې ټولنه كې د څارونكي په توګه ګډون كوي.  

افغانستان  د لومړي ځل لپاره د ۱۹۹۰كال د مارچ په لومړۍ نيټه  ددې ټولنې غړيتوب ترلاسه كړ، د  ۱۹۹۲ د اپريل په مياشت كې يې د كورنيو جګړو له امله خپل غړيتوب له لاسه وركړ، تر څو كلونو جګړو وروسته افغانستان د دويم ځل لپاره وتوانيد، چې د ۲۰۰۷ كال د مې په ۲۷مه د يادې ټولنې په ۱۱۷مه غونډه كې، چې د اندونيزيا د جاګارتا په ښار كې جوړه شوې وه عضویت بيرته واخيست.

د ټولنې رئيس: د پارلمانونو خپلمنځي ټولنې یا IPU مشرتابه شورا د ټولنې رئيس د درې كالونو  لپاره ټاكي. د پارلمانونو خپلمنځي ټولنې رئيس بايد د ټولنې د مشرتابه شورا د پخوانيو رئيسانو له ډلې څخه وي. اوسمهال ددې ټولنې رئيس ( Mrs. Gabriela Cuevas Barron) ده، چې د مکسیکو هیواد د پارلمان غړیتوب هم لري.

د پارلمانونو د سكرتر جنرالانو عمومی ټولنه: د پارلمانونو خپلمنځي ټولنې سكرتر جنرال "مارتین جنګونګ" دي او د یادي ټولنې سكرتر جنرال د رهبري شورا له خوا ټاکل ګیږي.د پارلمانو د سکرتر جنرالانو عمومی ټولنه دمستشارانو حثيت لري ( دپارلمانو دسکرترجنرالانو عمومی  ټولنه د پارلمانو خپلمنځي ټولنې یا IPU ته مشوره ورکونکي جوړښت لري). د پارلماني ټولنې سكرتريت د ټولو هغو كاركوونكو پر وړاندې مسووله ده چې د پارلماني ټولنې د سكرتر جنرال تر مستقيمې ادارې لاندې دي.

د سكرتر جنرالانو دعمومی ټولني موخي په لاندي ډول دي:

۱. د پارلمانو د غړو ترمنځ د شخصي اړيكو د ټينګښت لپاره د اسانتياوو برابرول.

۲. د پارلمانو د خپلمنڅي ټولني په اړه له هغو پارلمانونو سره همكاري چې د قانوني مرستې او ملاتړ هيله لري.

۳. د قانون او د پارلمان د فعاليت او چلند مطالعه.

۴. د بيلا بيلو پارلمانونو د پرمختګ او كاري لارو چارو د سنجش پيشنهادول.

۵. د بيلا بيلو پارلمانونو ترمنځ د همكارۍ رامنځته كول.

د سكرتر جنرال دندې او واكونه په لاندې ډول دي:

۱. سكرتريت د پارلمانونو د خپلمنځي ټولنې دايمي مقر دى.

۲. د ټولنې د دايمي حضور څارل او د نويو غړو د جلب په برخه كې هلې ځلې .

۳. د ټولنې د ټولو غړو د فعاليتونو هڅول او ملاتړ او ددې فعاليتونو د همغږي كولو په برخه كې تخنيكي همكاري.

۴. د هغو پوښتنو چمتو كول چې د بين الپارلماني ټولنې په غونډو كې مطرح كيږي په وخت سره د لازمو اسنادو او مداركو ويش.

۵. د پارلمانونو خپلمنځي ټولنې د رهبري شورا د پريكړو لپاره د لازمو اسنادو او مداركو چمتو كول.

۶. د اجرائيه كميټې د ملاحظې او څيړنې په موخه د وړ پيشنهادونو، كاري پروګرامونو او بودجې برابرول.

۷. ددې ټولنې د نماينده ګي بنسټونو په تشكيل او دندو پورې د اړوندو معلوماتو چمتو كول او ويشل.

۸. د د پارلمانونو د خپلمنځي ټولنې او د نړيوالو سازمانونو ترمنځ د اړيكو ټينګښت او په نړيوالو كنفرانسونو كې ددې ټولنې استازيتوب.

۹. د پارلمانونو د خپلمنځي ټولنې د ارشيف څارنه او ساتنه.  

دغه سازمان (IPU)د پارلماني خبرو اترو او د خلكو په منځ كې د نړيوالې سولې او امنيت د رامنځته كيدو لپاره د هلو ځلو او دغه راز په نړۍ كې له دیموكراسۍ نه د استازسالارۍ د استازيتوب د يوه بنسټ په موخه مركزي نقطه ده.چې د لاندِي موخو پر بنست رامنځته شوې

۱. د غړو هيوادونو د پارلمانونو او د هغوى د وكيلانو ترمنځ د اړيكو د پراختيا او د تجربو شريكولو.

۲. د هغو پوښتنو څيړنه چې د نړيوالو ليوالتياوو پر بنسټ مطرح كيږي او د غړو پارلمانونو او وكيلانو د علاقې وړ موضوعاتو په اړه د نظر څرګندول.

۴. د بشري حقونو د دفاع او ودې په برخه كې همكاري، چې د پارلماني دیموكراسۍ د پراختيا بنسټيز لامل بلل كيږي.

۵. د كاري وړتياوو د لوړيدو او د ټولنې د نماينده ګۍ د بنسټونو د ښه كيدو په لاره كې همكاري او په دې بنسټونو كې د عملي مفاهيمو پياوړتيا او پراختيا.

دغه ټولنه د ملګرو ملتونو هغه موخې تعقيبوي چې په حقيقت كې له ياد سازمان سره په نږدې همكارۍ كې  د پارلمانونو خپلمنځي ټولنې د كاري هلو ځلو ملاتړ وكړي.دغه راز دغه سازمان د پارلمانونو خپلمنځي ټولنې له نړيوالو سيمه ييزو سازمانونو سره ، د ورته موخو په درلودلو سره دولتي او نادولتي سازمانونه رامنځته كړي، همكاري كوي.

غړيتوب : اوسمهال د ۱۷۹ خپلواكو هيوادونو پارلمانونه په IPU كې غړيتوب لري.دولس ۱۲ سيمه ييز پارلمانونه ددې ټولنې د همغږي كوونكي او متحد په توګه غړيتوب لري او د ټولنې زياتره غړي اوسمهال په ټولنه كې د فعالو شپږو جيوپولوتيكو  ډلو څخه په يوه هغه كې شامل دي.

تمويلي سرچینه: ټولنه سربيره پردې، چې عامه بودجه ترلاسه كوي، د غړو له لوري هم له مالي پلوه تمويليږي. د ټولنې هر اصلي غړى او همغږي كوونكي غړي بايد له هغو پيسو سره په تطابق كې چې د مشرتابه شورا له لوري تصويبيږي، د ټولنې د لګښتونو په برخه كې هر كال همكاري او پيسې وركړي. هغه غړى چې له ټولنې سره په خپلو مالي مرستو كې ناغيړي وكړي د مشرتابه پلاوي په ډله كې د رايې حق نه لري، كه چيرې د اړوند غړي له لوري د وركړې پيسې د كلنيو پيسو څخه زياتې وې بايد په دوو كالو كې دغه پيسې وركړي.

غونډې : د پارلمانونو خپلمنځي ټولنې په كال كې دوې غونډې جوړوي او لګښت يې د هغو غړو هيوادونو له لوري وركول كيږي، چې اقتصادي توان لري. د غونډې د جوړيدو ځاى او نيټه د مشرتابه شورا له لوري ټاكل كيږي، په استثنايي شرايطو كې مشرتابه شورا د شورا د غونډې د جوړيدو د ځاى او نيټې د بدلون په اړه تصميم نيسي او يا پريكړه كوي چې د ټولنې غونډه دې جوړه نه شي.

د افغانستان د پارلمان د رايې وركولو حق:

د افغانستان د پارلمان پنځه ۵ غړي د پارلمانونو خپلمنځي ټولنې په ټاكنو كې د رايې وركولو حق لري.

په اساسنامه كې تعديل:

د پارلمانونو خپلمنځي ټولنې په اساسنامه كې تعديل درې مياشتې وړاندې په ليكل شوي ډول د ټولنې سكرتريت او وروسته اجرائيه شورا ته وړاندې كيږي

فرعي تعديل د اسامبلې له غونډې شپږ اوونۍ وړاندې په ليكني ډول د ټولنې سكرتريت ته سپارل كيږي.

د پارلمانونو خپلمنځي ټولنې یا IPU ارګانونه

د پارلمانونو د خپلمنځي ټولنې ارګانونه عبارت دي له :

 مشرتابه شورا؛Governing Council                    

 اجرائيه كميټه ؛Executive Committee               

دارالانشاءSecretariat                                    

د پارلمانونو خپلمنځي ټولنه درې دايمي كميټې، څلور فرعي كميټې او څلور كاري ډلې لري، چې بيلا بيلې دندې پر مخ بيايي.

دايمي كميټې عبارت دي له:

۱. د نړيوالې سولې او امنيت كميټه

Committee on peace and international security

 

۲. د سوداګرۍ او مالي پرله پسې پراختيا كميټه

        Committee on sustainable development finance and trade

۳. د دموكراسۍ او بشري حقونو كميټه

        Committee on democracy and human rights

د پارلمانونو خپلمنځي ټولنه شپږ جيوپوليتيكې ډلې ( (Geopolitical groups   لري، چې عبارت دي له:

۱. د افريقا جيوپوليتيكه ډله، چې ۵۲ غړي لري African Group (52 members)

۲. دعرب جيوپوليتيكه ډله، چې ۲۱غړي لري )          Arab group (21 member

۳. د اسياپسفيك جيوپوليتيكه ډله چې ۳۶غړي لري

        Asia- pacific Group (36     members)

۴. ايروايشيا جيوپولتيتكه ډله، چې ۹ غړي لري

  Eurasia Group members (9members)

۵. د لاتينې امريكا جيوپوليتيكه ډله، چې ۲۵غړي لري

   Latin American Group (25 members) 

۶. د دولس جمع جیوپولیتیک ډله، چې ۴۷ غړي لري

  Twelve Plus Group (47 members)

هغه هيواد، چې په جيوپوليتيكو ډلو كې غړيتوب نه لري آزربایجان دي.

 Unaffiliated Groups (Azerbaijan)

د يادونې وړ ده، چې افغانستان د اسيا پسفيك جيوپوليتيكه پارلماني ډلې كې غړيتوب لري

مشرتابه شورا په ځانګړي ډول لاندې دندې او واكونه لري:

۱.  ددې ټولنې د غړو د غړيتوب او د غړيتوب په اړه يې له سره كتنه او د هغوى د غړيتوب ځنډول.

۲. د اسامبلې د غونډو د ځاى او نيټې په اړه پريكړه.

۳.  د غونډې د رئيس د ټاكلو په اړه وړانديز.

۴.  د پارلمانونو خپلمنځي ټولنې له لوري د غونډو د جوړيدو په اړه پريكړه، په ځانګړو مواردو كې د مطالعې او څيړنې په موخه د لنډمهاله كميټو جوړول، څو د هغه څرنګوالى او كيفيت په ګوته او د حل په اړه يې خپل نظرونه په ډاګه كړي.

۵.  د دايمي كميټو شمير ټاكي او ددې كميټو د دندو لايحه چمتو كوي.

۶. د دايمي، لنډمهاله، ځانګړو كميټو او كاري ډلو په ټاكلو بايد جيوپولتيك، جغرافيايي، سيمه ييز، ساحوي او جنسيتي توازن په جدي ډول په پام كې نيسي.

۷.  د پارلمانونو خپلمنځي ټولنې په غونډو كې د څارونكو ډلو ټاكل او د هغوى د حقونه او مسووليتونه چې په دې اړه پريكړه چې د نړيوالو سازمانونو كوم يو چې په منظم ډول د ټولنې په غونډو كې د څارونكي په ډول دى، پر دې سربيره د نړيوالو سازمانونو له څارونكو ته په منظم ډول بلنه وركول كيږي چې د شورا په اجنډا كې د شاملو ځانګړو موضوعاتو د مطالعې په برخه كې مرسته او همكاري وكړي.

ددې ټولنې متحد غړي عبارت دي له:

۱. د مركزي امريكا پارلمان

۲. د ختيځې افريقا مقننه شورا

۳. د اروپا پارلمان

۴. د لاتينې امريكا او کارابین  پارلمان

۵. د اروپايي شورا پارلماني غونډه

۶. د افريقا د لويديځو هيوادونو اقتصادي ټولنې پارلمان

۷. اندین پارلمان

۸. د لويديځې افريقا د پولي او اقتصادي بين الپارلماني ټولنې كميټه

۹. پارلمان عرب

۱۰. د خپلواک او مشترک المنافع غړی هیوادونو شورا

۱۱. د مرکزي افریقا د اقتصادي ټولني پارلمان

۱۲. د تورسمندرګي د اقتصادي همکاریو  پارلماني شوار