صفحه اصلی| پشتو | English |
معلومات عمومیExpand معلومات عمومی
تشکیلات مشرانوجرگهExpand تشکیلات مشرانوجرگه
اخبار وگزارشاتExpand اخبار وگزارشات
اسناد داخلیExpand اسناد داخلی
مطبوعات ونشرات Expand مطبوعات ونشرات
تماس با ماExpand تماس با ما
امروز چهارشنبه ۵ عقرب ۱۴۰۰

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۴۰۰ کال د وري ۱۴مه

د مشرانوجرګې دویم نایب محمد اکبرستانکزي او د جرګې منشي راحله دوستم، ترکیه کې د خپل استوګنې پرمهال تېره ورځ د دې هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت له معین سردار چام سره وکتل.


14-Hamal1400-MUL1.jpg


دې لیدنه کې دواړو لورو د ملګرو هېوادونو افغانستان او ترکیې ترمنځ د دښو کلتوري او تاریخي اړیکو د یادونې ترڅنګ یې د یادو اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د مشرانوجرګې منشي راحله دوستم خپلو خبرو کې د ترکیې له مرستو په خاص ډول د افغانستان د لرغونو او تاریخي سیمو بیارغاونه کې د یاد هېواد له هڅو قدرداني وکړه.


14-Hamal1400-MUL2.jpg


د یو بل خبر له مخې د مشرانوجرګې دویم نایب او منشي د خپلو لیدنو په لړ کې د افغانستان او ترکیې هېوادونو په پارلماني چارو کې د اړیکو له ریس ابراهیم آیدین سره هم ولیدل.


14-Hamal1400-MUL3.jpg


دې لیدنه کې چې ترکیه کې د افغانستان سفیر امیرمحمد رامین هم حضور درلود، د دواړو هېوادونو د پارلمانونو تر منځ د اړیکو په تقویت او نږدې همکاریو بحثونه وشول.


14-Hamal1400-MUL4.jpg


د مشرانوجرګې دویم نایب محمد اکبر ستانکزي مختلفو برخو کې له افغانستان سره د ترکیې هېواد له مرستو څخه مننه وکړه او یادې مرستې یې اغېزمنې وبللې او هم یې هیله وښوده چې د دې مرستو لړۍ دې ادامه و مومي.

14-Hamal1400-MUL5.jpg