صفحه اصلی| پشتو | English |
معلومات عمومیExpand معلومات عمومی
تشکیلات مشرانوجرگهExpand تشکیلات مشرانوجرگه
اخبار وگزارشاتExpand اخبار وگزارشات
طرزالعمل های داخلیExpand طرزالعمل های داخلی
مطبوعات ونشرات Expand مطبوعات ونشرات
تماس با ماExpand تماس با ما
امروز دو شنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۸
Islamiclogo.jpg

د اسلامی همکاریو په سازمان کی د غړو هیوادونو پارلماني ټولنه

PUIC

پیژندنه:

د اسلامی همکاریو په سازمان کی د غړو هیوادونو د پارلمانو خپلمنځی ټولنه په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې په تهران کې جوړه شوه٬ چې اوس مهال ۵۳ غړي لري او ۲۲ نور سازمانونه د کتوونکو غړو په توګه په دغې اتحاديه کې شتون لري٬ چی دغه ټولنه: عمومي غونډه، اجرائيه کميټه، څلور تخصصي کميټې او دارالانشاء لري.

چی افغانستان هم  په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې د دغی ټولنی غړيتوب ترلاسه کړ .

د جوړيدو پیلامه:

( د اسلامي همکاریو په سازمان کی د غړو هيوادونو پارلماني ټولنه - PUIC ) د ۱۹۹۹ كال د جون په ۱۷مه د (PUIC) بنسټ ايښودونكو په تهران كې يو كنفرانس جوړ او دايمي غړو يې د اسلامي كنفرانس د غړو هيوادونو د پارلماني ټولنې OIC)) د جوړيد پريكړه وكړه.

PUIC ته ځغلنده نظر:
PUIC
د 2001 كال د اپريل په ۲۴ مه د ګڼ شمير پارلماني رئيسانو او ديپلوماتانو په ګډون په تهران كې رسما پرانستل شوه. دغه بنسټ د غړو هيوادونو د پارلمانونو د وتلو شخصيتونو څخه جوړ شوى دى. په دې بنسټ كې غړيتوب په نړيوالو او سيمه ييزو پارلماني ډلو كې د هيڅ يوه غړي د ګډون مخنيوى نه كوي.

د PUIC په دويمه فوق العاده غونډه كې، چې د ۲۰۰۸ كال د مارچ په ۲۸ مه جوړه شوې وه، له تركيې څخه ډاكټر محمود خالق د لوى مدير په توګه وټاكل شو، دغه راز د ۲۰۱۲ كال د مۍ په لومړۍ د PUIC د عمومي كميټې په څوارلسمه غونډه كې، چې د اندونيزيا د پلمبنګ په ښار كې جوړه شوې وه، د دويم ځل لپاره په دې څوكۍ وټاكل شو.

نړيوال او سيمه ييز سازمانونه د څارونكو په توګه ګډون:

نړيوال او سيمه ييز سازمانونه كولاى شي ( د اسلامي همکاریو سازمان Organization Islamic Corporations - OIC )

د اجرائيه كميټې په سپارښتنه د څارونكي په توګه ګډون كولاى شي، څارونكي د خپل نظر او ليدلوري د څرګندولو حق لري، خو د رايې حق نه لري، او د څارونكو غړيتوب د هغو نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو په غوښتنه، چې ددې ټولنې په كارونو كې د ونډې اخيستو ليواله وي، شونى دى، اوسمهال په دې بنسټ كې د ۵۳ هيوادونو د پارلمانونو غړي غړيتوب لري، چې ۲۲ څارونكي سازمانونه عملا په دې بنسټ كې ماموريت لري، د څارونكو منل او ګوښه كول، د OIC د كورنيو دندو د اصولو پر بنسټ ترسره كيږي.

د ټولنې قانوني سند:

د PUIC منشور په هغه كنفرانس كې، چې د ۱۹۹۹ زيږديز كال د جون په ۱۵- ۱۷ نيټه په تهران كې جوړ شوى و، تصويب شو. دغه منشور د ۲۰۱۱ كال د جنوري په ۱۹ مه د PUIC  په دوهمه فوق العاده غونډه كې، چې د ابوظبۍ په ښار كې جوړه شوې وه، له سره پرې كتنه وشوه او د دويم ځل لپاره تاييد شو.

د غړو هیوادونو نوملړ:


۱. اذربيجان

۲. أردن

۳. أفغانستان

۴. ألبانيا

۵. عربی متحده امارات

۶. إندونيسيا

۷.  أوغندا

۸. إيران

۹. پاكستان

۱۰.  بحرين

 ۱۱. بنگلاديش

 ۱۲. بنين

 ۱۳. بوركينا فاسو

 ۱۴. تركمنستان

 ۱۵. تركيه

 ۱۶. تشاد

 ۱۷. توغو

 ۱۸. تونس

 ۱۹. الجزائر

 ۲۰ .جيبوتي

 ۲۱. سعودی عربستان

 ۲۲. سنگال

 ۲۳. سوريه

 ۲۴. سودان

 ۲۵. سيراليون

 ۲۶. صومال

 ۲۷. تاجيكستان

 ۲۸. عراق

 ۲۹. عمان

 ۳۰. غابون

 ۳۱. غامبيا

 ۳۲. غينيا

 ۳۳. غينيا بيساو

۳۴.  غويانا

۳۵.  فلسطين

۳۶.  قرغيزستان

۳۷.  قطر

 ۳۸. الاتحاد القمري

۳۹.  قزاقستان

۴۰.  كاميرون

 ۴۱. كويت

 ۴۲. كوت ديفوار

 ۴۳. لبنان

 ۴۴. ليبيا

 ۴۵. مالديف

 ۴۶. ماليزيا

 ۴۷. مالي

۴۸. مصر

 ۴۹. المغرب

 ۵۰. موزمبيق

 ۵۱. موريتانیا

 ۵۲. نيجر

 ۵۳. يمن

د کتونکو سازمانو نوملړ:

۱. د پارلمانونو خپلمنځی اتحادیه

۲. د عربی پارلمانو اتحادیه

۳. د افریقایی پارلمانو اتحادیه

۴. د آسیا پارلمانی جرگه

۵. د مغرب عربی مشورتی مجلس

۶. د اسلامی همکاریو سازمان

۷. د عربی دولتو اتحادیه

۸. افریقایی اتحاد

۹. د سره صلیب نړیواله کمیټه

۱۰. د ترکی قبرص دولت

۱۱.  د مشترک المنافع هیوادونو د پارلمانو اتحادیه

۱۲.  د آسیا او اروپا د اقتصادی ټولنو نړیواله پارلمانی اتحادیه

۱۳.  د مینځنی سپینی بحیری پارلمانی ټولنه

۱۴.  د اسلامی ځوانانو د همکارۍ ټولنه

۱۵.  د تاریخ او اسلامی کلتور څیړنیز مرکز

۱۶.  د تربیی او تعلیم اسلامی ټولنه

۱۷.  د توری بحیری د هیوادونو د اقتصادی همکارۍ ټولنه

۱۸.  د ترکی ژبی هیوادونو پارلمانی اتحادیه

۱۹.  د مورو ازادی غوښتونکی جبهه

۲۰.  د سر شمیرنی٬ اقتصاد او ټولنیزو زده کړو څیړنیز مرکز

۲۱.  د سپینی روسی او د روسی اتحاد پارلمانی اتحادیه

۲۲. عربی پارلمان

د لوړو زده کړو فرصت:

PUIC د پليموت په پوهنتون كې پر نړيوالو معيارونو برابر د ليسانس او فوق ليسانس په كچه محصلين روزي، دغه راز د انګلستان په معتبرو پوهنتونونو كې د زده كړو زمينه برابروي. PUIC د نړۍ په كچه يې له 120 د زياتو هيوادونو محصلين جذب كړي دي.

پته: بریتانیا
ټليفون : : +44 (0) 1752 411 114: +44 (0) 1752 411 115
برېښناليك:   info@puic.plymouth.ac.uk
د اسلامي همکاریو غړو هيوادونو د پارلماني ټولنې موخې:

۱.  د اسلامي حكمونو معرفي كول او د اسلامي تمدن د بشري اصالت پر بيلا بيلو ځانګړنو ټينګار؛

۲.  د اسلامي همکاریو سازمان په ټولو غړو هيوادونو كې د هغوى له شرايطو او اساسي قانون سره سم د مشورې د اسلامي اصولو د پلي كيدو ښه والى او  ملاتړ؛

۳.  د غوره همكارۍ په موخه د يوه هر اړخيز چوكاټ رامنځته كول او په نړيوالو سازمانونو كې د اسلامي همکاریو سازمان د غړو همغږي.

۴.  د اسلامي همکاریو سازمان د پارلمانونو د غړو او مرستيالانو ترمنځ د خبرو اترو او ناستو دودول، د پارلماني تجربو شريكول، د OIC سازمان د غړو د علاقې وړ اقتصادي، فرهنګي، ټولنيزو او سياسي مسائلو په اړه بحث، د فرهنګي، سياسي او قتصادي خنډونو لرې كول، پر سياسي، اقتصادي او فرهنګي مسائلو د بري موندلو لپاره هلې ځلې او وړ تصميمونه.

۵.  له بشري حقونو څخه د دفاع او د سولې او عدالت د ټينګښت په موخه د نړۍ د خلكو په منځ كې د همغږۍ دودول .

۶.  د عمومي موخو د پراختيا په موخه د نړۍ له پارلمانونو، حكومتي او نا حكومتي سازمانونو سره د اړيكو ټينګښت، همغږي او همكاري.

د اوسني منشور تاييد او په مهمو چارو كې د لاسوهنې په اړه د نظر يووالى، چې د هر غړي هيواد په كورنيو واكونو او هر هغه څه چې د اسلامي همکاریو سازمان او د ملګرو ملتونو له منشور سره سم وي.

د ریاست انتخاب:

رئیس په انتخابی توگه د ۴ کلونو لپاره ټاکل کیږی او د یو ځل لپاره تمدیدلای شی.

رئیس: استاد محمد قريشى نياس

مرستیال: سفیر علي اصغر محمدي سجاني

د كابينې مدير :   محمد الحافظ محم.

د كنفرانسونو اداره كوونكى: زاهد حسن قریشي

د ټولنی موقعیت: تهران – ایران

کاری ژبه: عربی، انگلیسی او فرانسوی